نوې کابينه او انتقادونه
د افغانستان نومول سوې کابينې د توقع سره سم يو لړ انتقادنه او قومي اختلافات بيا رابرسېره کړل. ښکاره خبره ده کله چي يوسياسي نظام په قومي او سيمه ایزي بې انډولۍ تورن وي، د هغه نظام هر مهم اقدام او تصميم جنجال او تاوتریخوالي راپاروي. د حامد کرزي حکومت له خپله پيدايښته په قومي او سيمه ایزي بې انډولۍ متهم دی چي البته تر ډېره حده حقيقت هم لري. پدې ارتباط د کابل حکومت تر بل هر چا ګرم دی، خو بين الملي ټولنه، مغرض ګاونډیان، او په هېواد کي دننه د هغوی انډيوالان هم پکي ونډه لري.
بلخوا، د قومي کوټا پر اساس حکومت جوړول تل همدا جنجالونه لري. هر حکومت چي د ښايسته سالارۍ، استعداد، او مسلکي مهارت پر ځای پر قومي او سيمه ایزو ملحوظاتو او کوټا باندي جوړ سوی وي، خامخا قومي او سيمه ایز تاوتریخوالي لا ډېروي. ځکه د کوټا پر اساس حکومت پر لياقت او شخصيت باندي نه وي جوړ سوي، بلکي د سازشونواو ناروا معاملو محصول وي. ملي ضد احساسات او تمایلات پکښې ډېر وي؛ فاسد او بې کفايته وي. د حامد کرزي اته کلن حکومت ددې خبري ښه ثبوت دی.
د بي بي سي د عامه افکارو یوه نوې سروې وايي چي اکثره افغانان له خپلو وزيرانو څخه کار، صداقت، او وطن پالنه غواړي. ددې خبري يوه مانا دا ده چي اوسنۍ کابينه همدا خصوصيتونه نلري، او بل داچي افغانان د نورو بني ادمانو په شان دحکومت څخه واقعي او رشتيني غوښتني لري.
خوزما په ګومان د کابينې اوسنی جنجال تر ډېره حده د ليډرشیپ او مشرتابه په نشتوالي او کمزورۍ کي بايد وڅېړل سي. د ليډرشيپ مسله حياتي اهميت لري، خو له بده مرغه موږ افغانانو له ډېر وخت راهیسي همدې مهمي مسلې ته په سپکه سترګي کتلې دي. افغاني ټولنه کي پدې ارتباط نه جدي بحث سوی دی او نه هم کېږي. موږ تل بېځايه خوشبين يو؛ تل مو خپل سمدستي ګټي په نظر کي نيولي وي؛ او تل مو له جدي بحثه څخه اوږه خالي کړېده. زما عقیده دا ده چي د حامد کرزي په شتون کي د يوه سالم ليډرشیپ تمه درلودل ساده توب دی، او باور لرم چي تر څو همدا تشه ډکه نسي، د افغان ولس سياسي ستونزي نه حلېږي.
ځيني خلک په سياسي معجزې پسې ګرځي. هغوی فکر کوي چي د ليډرشيپ مسله ګرانه ده، او اوس يې د حلولو وخت ندی؛ بل دا چي هغوی ته داموضوع څه خيالي او غير واقعي برېښي. مګر دا خلک هم ځان غولوی او هم خپل ولس. هغوی د خپل فکري کمزورۍ له امله د اساسي پرابلومونو د حلولو جوګه ندي، او يايې عقل یاري نه ورسره کوي. نو بنا، په اسانه لاره پسې ګرځي. خو حقيقت دا دی چي په سياست کي د معجزې غوښتل د ځان اغفالول دي.
راغلو د ښاغلي حامد کرزي نوي کابينې ته. د کابيني په جوړولو کي حامد کرزي غوښتي دي چي هم جنګسالاران اوهم غربيان خوشحاله کړي. د افغانانو د خوشحاله کول لپاره حامد کرزي حتی یو ګړی هم سوچ ندی کړی، ځکه هغه پوهېږي چي «لالا» څوک دی. هغه پوهېږي چي افغان ولس بې نظمه او کمزوری دی، نو بنا د افغان ولس د خوشحاله کولو لپاره اقدام کول د هغه لپاره اني ګټه نلري. بلخوا، د هغه لپاره سمدستي ګټي د اوږدي مودې تر ګټو لمړيتوب لري. خوداسي ښکاري چي حامد کرزی په همدې محدود هدف کی هم ناکامه سوی دی. ځکه نه غربيان پوره خوشحاله دي، او نه هم جنګسالاران.
بلخوا، په سياست کي د ټولو خلکو خوشحاله کول محال کار دی. سیاست د قدرت د ازمويلو هغه ميدان دی چي مختلفي ډلي پکي مبارزه کوي. ځيني ميدان ګټي، ځيني ایتلاف کوي، او ځيني ماته خوري. خو سالم ليډرشيپ په همداسي سختو شرايطو کي ګراني فيصلې کوي. همدا د ليډرشیپ ازموينه ده. واقعي مشران د قدرت په محاسبه کي د ملي اهدافو خيال ساتي، نه د دوستم، فهیم، سیاف، او رهين.
د سيد مخدوم رهين بيا نومول په افغاني مطبوعاتو کي خورا ګرمه مسله ده( البته په ملي مطبوعاتو کي.) د سيد مخدوم رهين څېره پخوا هم څرګنده وه. هغه په واشنګټن کي د «اميد» په اخبار کي د ۱۹۹۰ په کلونو کي پښتون قام ته داسي سپکی سپوري ویلې چي د هغه اصلي څېره او اصليت پکې څرګندېده. پدې ناروا کمپېن کي، د سيد مخدوم رهين نور ملګري فایض او سمندر غوریاني ول.
په همدې لړ کی، په هند کي افغان محصلينو د لروبر په ویب پاڼه کي د سيد مخدوم رهين پر خلاف يو لیک خپورکړی دی او له ولسي جرګي څخه يې غوښتي دي چي د کرزي همدا ناشولټه نومول سوي وزیر ته د اعتماد رايه ورنه کړي. پدې لیک کی،افغان محصلينو په هند کي د افغان ولس پر خلاف د رهين ځینی اقدامات هم ياد کړي دي چي د هغه د شخصيت او فکر استازيتوب کوي. اوس به وګورو چي په پارلمان کي دخلکو استازي څه کوي.
بله خبره دا ده چي د يوه یا دوو وزیرانو په تغيير او تبديل باندي نه يو حکومت مشروعيت ترلاسه کولای سي، او نه هم اصلاحات راوستلای سي. زما عقیده دا ده چي د کابل حکومته د خير تمه درلول ساده توب او د وخت ضايع کول دي. يوحکومت چي په اتو کالو کي يې هيڅکله د ولس د سوکالۍ او ملي منافعو لپاره مثبت ګام نه وي اخیستی ، هغه حکومت د يوه او یا دوو وزیرانو په بدلولو کي هم د پام وړ کار نه سي کولای. يو متل دی چي وايي: (اوښ ته يې وويل چي غاړه دي ولي کږه ده؟ هغه په جواب کي وويل کوم ځای مي سم دی؟) والسلام.