سرچینه: د ایران پریس ټیوي انټرنټي آژانس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دکاناډاخلکو په افغانستان کښې دامریکا او دهغې دمتحدانو اته کلن جنګ ماته خوړلي ارزوي.
دپریس ټي وي چینل دراپور پراساس دکاناډا د اپسوس ریډ موسسې دنوي نظر سنجې پراساس دکاناډا ۶۶ فیصده خلک باوري دي په افغانستان کښې دڅو میلیتي پوځي ځواکونو دشمیر دزیاتیدا ستراتژۍ به په نهایت کې په دغه هیواد کښې دبریالیتوب سبب نشي .
په داسې حال کښې چې دکاناډا خلک دافغانستان دجنګ بریالیتوب ناممکن ګني ټاکل شوي ده دامریکا او ناټو نورپه لسګونو زره پوځيان په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې دیره شي .
دامریکا ولسمشر باراک اوباما دافغانستان دجنګ دختمولو په هکله دخپلو ژمنو په اپوټه روانه میاشت په نوي ستراتژۍ کې افغانستان ته دنورو دیرشو زرو پوځیانو داستولو حکم ورکړ .
امریکا او دهغې متحدان په داسې حال کښې په افغانستان کښې دپوځي ځواکونو دزیاتولو لپاره ځانونه چمتو کوي چې کارپيژاندو خبرداری ورکړی دی دخارجي ځواکونو زیاتیدل نښتې ، تاوتریخوالي او ناارامیانې زیاتوي او دملکي افغان قربانیانو شمیر زیاتوي.