مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-03   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ټایمز: CIA بد پړاو تیروي

سرچینه: د لندن ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی

دانګلستان ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې  په خوست ولایت کې د امریکا د استخباراتي ادارې پر کارکونکو د برید په اړه یوه  تحلیلي مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼه کاږي چې  دامریکا جاسوسۍ اداره CIA همدا اوس په ډیر بد پړاو کې ده .


دتیرې اونۍ په چهارشنبې ورځ د  خوست په  ولایت کښې CIA  اووه کسان ووژل شول او دغه برید دامریکا دجاسوسۍ ادارې سي ا ي ای ته سخت ګوزار ګڼل کیږي .

ټایمز لیکي چې  داپه داسې حال کښې دي چې دامریکا حکومتي شمیرنې واي چې تراوسه د CIA عملیاتو کښې ددوې یوازې ۹۰ ماموران وژل شوي دي .

البته په دوې کښې داکثرو کسانو نومونه تراوسه په داګه شوي ندي او پټ ساتل شوي دي.

ټایمز لیکي چې امریکا د CIA د وژل شویو مامورینو نومونه نه افشا کوي   او شاید ډیر کلونه تیرشي چې دغه موسسه په رسمي ډول دخپلو وژل شویو مامورانو نومونه اعلان کړي .


خو دپاکستان سرحد ته نږدې دافغانستان په خوست ولایت کې ورستۍ پیښه دامریکا جاسوسۍ ادارې CIA ته سخت ګوزار ګڼل کیږي او دغه موسسه په جنګ ځپلي افغانستان کې دخپلو یو شمیر کسانو په وژلې اعتراف ته مجبوره شوي ده .

ټایمز لیکي چې له بل لوري اوس دا پوښتنه مطرح ده چې دافغانستان طالبان څرنګه په دغه هیواد کښې د جاسوسۍ ادارې CIA دفعالیتونو دځاې په هکله خبر وواو دهغوې پرضد یې عملیات وکړل په داسې حال کې چې دامریکا مقامات CIA په دنیا کښې ترټولو پرمختللي او سنباله موسسه بولي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery