مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-09   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

واشنګټن پوست: افغانستان کې د اروپا رول

واشنګټن پوست: افغانستان کې د اروپا رول


سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی


واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې  په افغانستان کې د اروپا د رول په اړه یوه مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼه کاږي چې د امریکا متحده ایالتونو له لسو کلونو راهیسي پر اروپا فشار زیات کړی چې په نړیوالو مسالیو کې ډیر کار وکړي او  ډیر مسولیتونه پر غاړه واخلي.

واشنګټن پوست لیکي چې پر اروپا د امریکا فشارونه د افغانستان په شخړو کې   ډیر ښه احساس شول.

ورځپاڼه تر ډیره بریده دغه فشارونه پر ځای او تر یوه حده سم بولي تر څو اروپا په نړیوالو مسالیو کې بي تفاوتي و نه کړي او ټولو مسایلو ته د امریکا په څير مساوي اوږه ورکړي.

اروپايی ټولني په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د خپلو ۲۷ هیوادونو لپاره یوه واحده کړنلاره رامنځ ته کړه تر څو یې له مخې په افغانستان کې قوي ادارې جوړي شي او په حکومتي ادارو کې قانون حاکم شي او خلک  پر حکومت باور وکړي.

د واشنګټن پوست په لیکنه چې اروپايي ټولني دمګړۍ په افغانستان کې خپلي هڅي په شپږو لاندي برخو کې متمرکزي کړي دي.

لومړی: د ملکي وړتیاوو لوړول
دوهم: د انتخاباتي سیستم اصلاح
دریم: د پخوانیو وسله والو ډلو منحلول
څلورم: د ملکي پولیسو روزل
پينځم: د ولایتي سیستمونو جوړول
شپږم: د اقتصادي سیستم رغول

واشنګټن پوست کاږي چې اروپا اوس دا مسله ښه درک کړي ده چې په افغانستان کې د پوځي هڅو تر څنګ ملکي پراخو او غښتلو هڅو ته هم اړتیا ده تر څو افغانان د یوه ښه هیواد خاوندان شي.

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery