مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-10   مخپرونکئ : 112 - دبېنوا خبریال - هلمند

پاکستاني طالبان د خوست د پېښې تر شا

ژباړه: عبدالحمیدستانکزی

اسوشیتد پرس

کابل: یوه خپره سوې ويډیو ښیي چې سوډانی بریدګر چې په خوست ولایت کې یې د سي آی اې په مرکز کې د امریکا د څارګرې ادارې اووه تنه افسران ووژل له حکیم الله مسعود سره پلترۍ وهلي دي. ډاکټر البلوي په خټه سودانی چې افغانۍ پکوله او پوځي جامې یې په تن دي د حکلم الله مسعود په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسعود د ځایناستی تر څنګ لیدل کېږي چې د امریکایانو په ادعا د پاکستاني طالبانو او د القاعدې د ډلې تر منځ د اړیکو څرګندویي کوي.

د پاکستاني طالبانو یوه جګ پوړي غړي دا هم ویلي دي چې القاعده او افغان طالبان د امریکې د څارګرې ادارې په تاریخ کې په یوه بل زړه بوګنوونکي برید کې سره په ګده ښکېل و. دغه برید چې د بریدکوونکي په آند له سي آی اې څخه د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسعود غچ و، امریکا هڅوي څو په پاکستان فشار راوړي تر څو د دوی پر وړاندې چې د ډیورند د کرښې دواړو غواړو ته فعالیت کوي پوځي عملیات پیل کړي.

د امریکا د تور سازمان مشر لیون پنتا ویلي دي چې په پام کې و بریدګر تلاشي شي، خو ده له مخکې ځان والوزاوه. ده دا هم زیاته کړه چې په یوه مهم اجنټ باندې چې څومره مهم مالومات یې هم لرله د اعتماد کولو پوښتنې ته ځای نه پاتې کېږي. دا دومره ساده نده او هېجا داسې ګواښونه له پامه نه و غورځولي.

دغه برید به د امریکایانو او د دوی د څارګرې ادارې د بې پیلوټه الوتکو په وړاندې لومړنی غچ اخیستونکی برید وي چې د پاکستان له پولو دباندې تر سره شو. پدغه ویډیو کې البلوي (بریدګر) وایې چې اوس به پاکستاني طالبان تر نوي مشرتابه لاندې تر بریا پورې مبارزه وکړي. موږ به هېڅکله خپل امیر (بیت الله مسعود) هېر نکړو، موږ به تل په امریکا کې دننه او دباندې د غچ غوښتونکي یو.

د پاکستاني طالبانو یوه جګپوړي غړي اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې البلوي له قاري حسین څخه چې د پاکستاني طالبانو یو مخکښ پولندوی دی روزنه اخیستې وه او زیاته یې کړه چې القاعده او د حقاني ډله هم په دغو روزنو کې ښکېل و. باور کېږي چې د حسین د لشکر جنګي ډله چې د شیعه مسلمانانو ضد یو سازمان دی، د ځان مرګو برید کوونکو سرچینه بلل کېږي چې په پاکستان کې له یو لړ چاودنو او د بې نظیر بوټو له مرګ سره هم تړاو لري.

ارسلا رحماني د طالبانو د وخت پخوانی وزیر وایي چې افغان طالبان، پاکستاني طالبان او القاعده د لوېدیځو ځواکونو پر وړاندي ډېر ځل سره یو غاړي دي.

د ناتو د استخباراتو یوه چارواکي ویلي دي چې دغه ټولې ډلې د افغان طالبانو د لوی مشر چې ګمان کېږي د کویټې په ښار کې مېشت وي سره راغوڼډ شوي دي. دغه خپره شوې ویډیو امریکا ته ثابتوي چې د دغه  هېواد د امیني سازمان په وړاندې برید کې د افغانستان دننه پاکستاني طالبان شکېل و.

د پاکستان د دوو استخباراتي چارواکو په وینا، پدې وروستیو کې پاکستان کې د طالبانو په وړاندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې زیاتوالی راغلئ دی چې وروستۍ بېلګه یې په دکه خېل کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړول و.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery