واشنګټن پوست: د ځوانو سیاست والو او جنګ سالارانو سیالي
سرچینه: واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی
د واشنګتن پوست ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د حامد کرزي له لوري پارلمان ته د نويو وزیرانو د لیست په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .
ورځپاڼه لیکي چې که څه هم په نوي اتلس کسیز لیست کې ځیني غرب میشت او په کار پوه ځوان افغان متخصصین لیدل کیږي خو د پارلمان کړه وړه داسي بربنډوي چې د ځوانو تکنوکراتو سیاست مدارانو او پخوانیو قدرت مدارو جنګ سالارانو تر منځ سیالي روانه ده .
ولسمشر کرزي وروسته تر هغه چې تیره اونۍ یې د کابینې ۱۷ وزیران د پارلمان له لوري رد شول د تیرې شنبې په ورځ اتلس کسیز بل لیست پارلمان ته وړاندي کړ چې پکې داسي څيري هم لیدل کیږي چې وکیلان یې اصلاً نه پیژني خو داسي ښکاري چې په کار پوه او متخصص کسان دي.
واشنګټن پوست لیکي چې کرزی غواړي په دغه لیست سره قدرت ته د جګړه مارانو د رسیدو مخنیوی وکړي.
د سیاسي چارو ځیني کارپوهانو واشنګټن پوست ورځپاڼي ته ویلي چې یو شمیر داسي کسان هم په دغه لیست کې شته چې کاري تجربه نه لري.
په پارلمان کې د بدخشان ولایت استازي فوزیې کوفي واشنګټن پوست ته ویلي چې مونږ نه غواړو چې یو ځل بیا پخواني قدرت طلب کسان پرمونږ خپله اداره وچلوي خو بیا هم ویره لرو چې یو شمیر دغه کسان چې د ولسمشر کرزي له لوري یې نومونه پارلمان ته ور پیژندل شوي له پخوانیو قدرت طلبو سره ارتباط لري او د هغوي له لوري پر ولسمشر کرزي پارلمان ته ور معرفي شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو مشر نادر ناردي ویلي چې په نوي لیست کې د دریو ښځو نومونه هم شته چې دا مثبت کار دی او ځینو څيرو په پخوانیو حکومتونو کې کار کړی او د پخوانیو قدرت غوښتونکو په اختیار کې دي.
د واشنګټن پوست په لیکنه چې روانه اونۍ به د حامد کرزي د وړاندیز شویو وزیرانو په اړه د پارلمان له لوري پریکړه کیږي او یوازنی هغه وزیر به هم ولسي جرګې ته معرفي کیږي چې د اوبو او بریښنا وزارت لپاره نومول کیږي.