انډیپینډینټ: طالبانو له لرګیو نه بمونه جوړوي
سرچینه: انډیپینډینټ بریټانوۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی
د بریټانیا انډیپینډینټ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو پر وړاندي د هغو بمونو په اړه یوه لیکنه خپره کړي چې د طالبانو له لوري کارول کیږي.
ورځپانه لیکي چې طالبان اوس د بریټانوي ځواکونو پر وړاندي له لرګیو څخه جوړ شوي هغه ډول بمونه کاروي چې ډير خطرناک او ورانونکي دي او هغه وسایل یې نه شي کشفولای چې بریټانوي ځواکونه یې په اختیار کې لري.
انډیپینډینټ لیکي د طالبانو دغه ډول ماینونه د کشف وړ نه دي او پکې طالبان له فلزاتو او بریښنایې وسایلو څخه کار نه اخلي.
کرس هانتر چې یو پوځي کارپوه دی انډیپینډینټ ورځپاڼي ته یې په مرکه کې ویلي چې دغه نوي بمونه په پاکستان کې جوړیږي او بیا په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د زغره والو ګاډو او پلیو ګزمو پر ضد کارول کیږي.
د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو بریټانوي سرتیرو ته تیر کال ډیری تلفات له همدغو بمونو څخه اوښتي ول.
انډیپینډینټ له یوه انګلیسي قوماندان څخه په نکل لیکي چې د دغو بمونو د کشف ښه لاره د روزل شویو سپو په وسیله د هغوي موندل دي او دغه پروژه ډیرو پیسو ته اړتیا لري.
انډیپینډینټ ورځپاڼه لیکي چې ډیری بریټانوي کتارونه او ګزمې د افغانستان په جنوب کې په کراره کراره حرکت کوي او که چیرته روزل شوي سپې هغوي ته په اختیار کې ورکړل شي نو دوي به تر ډیره بریده د طالبانو د لرګو له بمونو څخه وژغول شي.