سرچینه: د امریکا سې ان ان ټلویزیون
ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی
په مینځني ختیځ ، مرکزي اسیا او دافریقا په ختیځ کې دامریکا دپوځ قوماندان جنرال پيټرائوس له سي ا ین این ټلویزیون سره په مرکه کې دایران په اټومي تاسیساتو پوځي حمله ممکنه وبلله .
دایران دخارجه وزارت ویندوی دایران په اټومي تاسیساتو دحملې په هکله دامریکا دمرکزي ځواکونو دقوماندان څرګندونې غیر مسولانه او نه سنجول شوي وبللې .
جنرال پټریوس ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې وه که چیرته ایران د غرب او امریکې پوښتنو ته ژر او د قناعت وړ ځوابونه ور نکړي نو امریکا به نور لاس تر زنې پاتي نه شي او پر ایران باندي به په خاصه توګه به د دغه هیواد په اتومي تاسیساتو د هوايي او ځمکني برید ټولي ممکنه لاري چاري ولټوي.
ایران باندي تور لګول شوی چې غواړي اتومي بم تر لاسه کړي خو ایران وایې چې اتومي مقاصد یې سولیز دي.
د ایران غبرګون: (( دامریکا دمرکزي ځواکونو دقوماندان څرګندونې غیر مسولانه دي )).
د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمان پرست دایران په اټومي تاسیساتو دحملې په هکله دامریکا د پوځ دقوماندان جنرال ډیويډ پيټرائوس دڅرګندونو په عکس العمل کې وویل دامریکا ددغه پوځي مقام څرګندونې په نه سنجول شوي ډول شوي دي او ښه خبره داده چې په دې هکله هرډول خبرې اترې درغنده کړچارونو په چوکاټ کې مطرح شي .
دایران دخارجه وزارت ویندوی دغه راز دتهران دتحقیقاتي ریکټر دسونګو دتامین په هکله وویل دتهران دریځ هماغه په پړاویز ډول دسونګو دسپارلو لپاره چمتووالی دی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی رامین مهمان پرست عراق ،سوریې او دسیمې نورونو هیوادونو ته دایران دخارجه وزیر منوچهر متکي سفرونه دسیمې دهیوادونو ترمینځ دپیوستون دپیاوړتیا په لړ کې وبلل او ویې ویل په سیمه کې دپیوستون زیاتیدا دسیمې دملتونو په ګټه دي او هرڅومره چې دغه پیوستون پیاوړی شي له سیمې د وراخوا هیوادونو لاسوهنه او شتون به کم شي.