مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

IWPR:کندهار کې حاکمه دیکتاتوري او خبریالان


سرچینه: د سولې او جنګ د رپوټ ورکولو انستیتیوت

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د سولې او جنګ د رپوټ ورکولو انستیتیوت په یوه تازه ګذارش کې په کندهار ولایت کې د مطبوعاتو حالت انځور کړی دی.

انستیتیوت  د افغان خبریال احمدالله محمدیار هغې قصه را اخلي چې د ولسمشریزو انتخاباتو پر  مهال یې د کندهار په ولایت کې  له یوې مظاهرې څخه رپوټ جوړاوه خو حکومت پلوه ځواکونو یې مخالفت وکړ او د هغه مخه یې ونیوله.

انستیتیوت  لیکي چې کندهار د افغان ولسمشر حامد کرزي ټاټوبی دی او د هغه ورور احمدولي کرزی پرې حکم چلوي.

آی ډبلیو پي آر کاږي چې په دغه ولایت کې حکومت د بیان د آزادۍ مخه نیسي خو هغو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته څه نه وایې چې د هغوي په ګټه تبلیغ کوي او د چارواکو منفي پاینټونه نه خپروي.

کندهاری خبریال احمد ولي کاږي چې د کندهار په راډیو ټلویزیون کې هغو خبرونو ته د نشر اجازه ورکول کیږي چې د حکومت په ګټه دي او هغه چې د چارواکو په خوښه نه وي مخه یې نیول کیږي او جوړونکي یې ګواښل کیږي.


احمد والي وایې چې د کندهار په راډیو کې کارکونکو خبریالانو ته ویل شوي چې سم خبرونه خپاره کړي او هغه خبرونه چې د چارواکو وظیفوي صلاحیت چلنجوي خپاره نه کړي.

نوموړی وایې که چیرته په کندهار کې کوم څوک د حکومت په ګټه خبرونه خپاره نه کړي نو د چارواکو له خوا وهل کیږي، نیول کیږي، وژل کیږي او یا هم له کندهار څخه شړلو ته اړ ایستل کیږي.

له کندهار ولایت څخه په تیرو څو کلونو کې  ګڼ شمیر افغان خبریالان د مختلفو فشارونو له لاسه تیښتیې ته اړ شوي دي.

په دغه خبریالانو کې د بي بي سي راډیو خبریال میرویس افغان، د آزادۍ راډیو خبریال صالح محمد صالح، یوه آزاده ښځینه خبریاله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي او داسي نور شامل دي.

کندهار ولایت د مطبوعاتو په ډګر کې ډیر خطرناک زون پیژندل کیږي او پکې په تیرو څوکلونو کې ګڼ شمیر خبریالان وژل شوي هم دي.

وروستۍ  پیښه د جاوید احمدجوجو مرموز قتل دی چې د ښار په منځ کر تر سره شو.

جوجو د کاناډا له یوه ټلویزیون سره کار کاوه چې د ملي امنیت ریاست ته نږدې په خپل موټر کې ووژل شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery