ای بې سي: امریکا مونږ ته سپین چکان ندي راکړي، کرزی
سرچینه:د امریکا اې بي سي ټلویزیون
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکا اې بي سي ټلویزیوني چینل په دې ورستیو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه مرکه خپره کړي خو دا اشاره یې نده کړي چې دغه مرکه څه وخت تر سره شوي ده.
ولسمشرکرزی په دغه مرکه کې د ترهګرۍ پر وړاندي د رواني جګړې خپل نږدې متحد امریکا په دې تورن کړی چې هیڅ کله یې هم افغانانو ته د مرستې سپين چک ندی ورکړی .
کرزي ویلي چې افغانان د امریکا له هغو لږو مرستو چې له وسره شوي دي مننه کوي.
حامد کرزي د ټلویزیون د خبریال د هغې پوښتنی په ځواب کې چې آیا هغه وخت چې د امریکا ولسمشر ستاسو حکومت یو فاسد حکومت وبلل او زیاته یې کړه چې نور به د افغانستان لپاره سپین چک د امریکا له لوري نه ورکول کیږي څه احساس کاوه؟ وویل: (( واقعاُ امریکا هیڅ کله هم مونږ ته سپين چک ندی راکړی، خو د امریکا له لږ مرستو چې مونږ ته یې را کړي هم مننه کوو، او له افغانستان سره د امریکا له شویو مرستو که څه هم ډیري لږي دي د افغانانو په توګه منندوي یو)).
کرزي زیاته کړه : (( مونږ د امریکا په خلکو هیڅ حق نلرو چې مونږ ته پیسې راکړي او یا له مونږ سره مرسته وکړي، دا زمونږ هیواد دی، مونږ یې باید وساتو او مونږ باید ورته هر څه پیدا او برابر کړو)).
حامد کرزي په خپله دغه مرکه کې یو ځل بیا د امریکا د مرستو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د امریکا مرستو ته د یوه افغان ولسمشر په توګه هرکلی کوي، او د امریکا د مرستو هره پیسې ته د یوه ملیارد په توګه ګوري، او له هغه څه ډیره مننه کوي چې امریکا یې له هیواد سره په تیرو څو کلونو کې کړي دي.
تیره میاشت د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما اعلام وکړ چې افغانستان ته به دیرش زره نور سرتیري لیږي خو هغه د کرزي په حکومت فشار راوست چې د فساد جرړې له خپل حکومت څخه وباسي.
د امریکا متحده ایالتونو چې کله په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ، تر نن ورځي پوري په افغانستان کې ۱۷۱ ملیارده امریکایې ډالره مصرف کړي دي او شاوخوا ۹۰۰ سرتیري یې هم له طالبانو او القاعدې سره د جګړې په پایله کې وژل شوي دي.
کله چې اوبهاما تیره میاشت افغانسان ته د دیرش زرو نورو سرتیرو د استولو خبر ورکړ له دغه ګام سره یې جوخت دا هم وویل چې په راتلونکو اتلسو میاشتو کې به امریکایې ځواکونه له افغانستان څخه خپل وتل پیل کړي تر څو د هیواد ډیر مسولیتونه په خپله کورني ځواکونه په لاس کې واخلي.
په داسي حال کې چې کرزی د ۲۰۱۱ کال څخه وروسته او هغه مهال چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وزي په دې ندی ډاډه چې کورنۍ قواوي به یې ډیر مسولیتونه په لاس کې واخلي خو په دې خوښ دی چې د اوبهاما د سرتیرو د وتلو مهال ویش به کورني ځواکونه دې ته اړ باسي چې هرو مرو ځانونه د ډیرو مسولیتونو اخیستلو ته چمتو کړي.
کرزي اې بي سي ټلویزیون ته وویل: (( په هر حال له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو د وتلو نیټه مونږ ته ښه ده)).
نوموړي وړاندي زیاته کړه: (( سخت کار ته زمونږ اړ ایستل، زمونږ د سرتیرو پیاوړي کول او زمونږ د سرتیرو روزل زمونږ د هیواد لپاره ډیر مهم دي، مونږ تل دا فکر کوو چې څرنګه کولای شو په خپله، له خپلو منابعو څخه په ګټي اخیستني د ځان لپآره کار کولای شو او خپل هیواد ساتلای شو)).
کرزی په ډې مرکه کې ډاډه ښکاریده چې ټول امریکایې ځواکونه به په ۱۵ او یا هم ۱۸ میاشتو کې له افغانستان څخه و نه وزي.
هغه وویل : (( مونږ په دې پوهیږوچې امریکا او زمونږ نور متحدین به د ډیرو ډیرو کلونو لپآره په افغانستان کې له مونږ سره پاتي شي خو په هر حال افغانستان دې ته اړتیا لري چې په خپلو پښو ودریږي او خپلي اړتیاوي په خپله پوره کړي)).