دخپریدو نیټه : 2010-08-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
حمد
فدامحمد نومير
ازلي دی،ابدي دی او ټولواک دی
چي په لاس کي ئي دټولي هستۍ ژواک دی
احديت ئي له اسماوو څه ثابت دی
هرصفت ئي احديت باندي پوخ لاک دی
نه عرض دی،نه جوهردی موجوديت کي
لامکانه منزه له اصطکاک دی
ورته نشي شباهت داشياوو
مثل نه لري، بي مثله ذات ئي پاک دی
لوی، واړه ئي په قدرت دي پيدا کړي
که انسان دی،که حيوان دی،که افلاک دی
منسوبيت دهيڅ مخلوق ورلره نشته
نه والد دی،نه ولد دی،ترې بېباک دی
په سجود ورته پراته دي همه واړه
جمادات،که مايعات،که بل کوم ځواک دی
څوک چې نه بولي احد کافر، ګمراه دی
مختورن په دوړو کونو کي کاک دی
٢حمل١٣٦٤
کلفورنيا،متحده ايالات