مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-07   مخپرونکئ : یاقوت زابلی

غزل

وحیدالله حقمل

وخته خسته شوي یو مرګون دی پدې کلي کي

هر وګړی خدایه ! ځیګرخون دی پدې کلي کي

 

تور او سپین په نوم باندي مړه کیږي دلته خلګ

ورور وژنې ناحقه، څه زبون دی پدې کلي کي

 

راشئ سوله راولو لاسونه سره ورکړو

څومره ښکلی ښکلی یو قانون دی پدې کلي کي

 

غواړي ازلي دښمن دسولې رڼا ورکه کړي

څنګه په ازغنه لار یون دی پدې کلي کي

 

مینې ورورولي له منځه وړي دا نفرتونه

وایمه جنګونه یو جنون دی پدې کلي کي

 

پورته به د سولې بېرغونه شي حقمله

ملګری مي تاجک بلوڅ پښتون دی پدې کلي کي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery