ها چې رنګ د پسرلي ترې په شغلـــــوځي
لکه بيا مې اشنــــــا ښکلى پـــه دې لار لاړ
ګل د اور لباس په غـــاړه ترې خوشبو ځي
که د غم جــــــامې مې واغوستــلې يار لاړ
مسافر دي چې خـــــلا نه په ورو، ورو ځي
کـــه ويرجــــــن زړۀ کې ادا او د ناز وار لاړ
لکـــــــــه خړ غبـار په لارو او کـــــــوڅو ځي
ژوند مې داسې ستـــا د مخ په انتظار لاړ
ژونــــد دا نۀ چې د ثروت په اندېښنـو ځي
ژوند هغه چې د اشنـــــــــا له مينې جار لاړ
خــــوار جـاوېد خو ځکه وينې له لېمو ځي
چې ګلاب، ګلاب ياران يې له بنــــډار لاړ