د اسیادزړه (گران هیواد) دتجزیې دترخوگنگوسوڅخه په الهام !
زړه
تښتې! گومان کوې چي زماڅخه دي کښلی دﺉ زړه
زه ! لاهوښیاریم ، لامي ځان سره ، ساتلی دﺉ زړه
داغشي خلک به ډاډه وي چي کمال یې کړﺉ !
نه! دغو نه ! دا خپل تقدیر راته ویشتلی دﺉ زړه
لکه پردې ، داناریو ډول دانې بېلوي
توروداغونوپه دننه کي وېشلی دﺉ زړه
که داسودپښوگردونه که یې زنگ نیولی
دضمیرلپوداحساس په اوبو ولی دﺉ زړه
پردي که هرڅوزمزمه کړي دبېلتون سندري
میني په لیک کي بیاپوره راته لیکلی دﺉ زړه