تا خو د عشق په اعتیاد اخته کړم
د دردو ستنې وهم
زما په رگونو کې ته
لکه ناپاکه وینه
تر زړگی ورسیدې
زه دې بیخوده کړمه
سترگې می ورو ورو
افسونگرو سترگو_
ستا,
له جهان پټی کړلې
اوس فقط تا وینمه
چې راته خاندی په یوه ښکلې جادو گرې ادا
سخت دې افسون کړمه زه
داسې گمان کوم
چې ته ژوندون را بخښې
د زړه سکون را بخښې
خو دا ناوړی فضا
له هوس ډکه هوا
هر دم می ساه بندوي
زهر دمینې مې اوس روح بیلوی
هره شیبه کې د ژوند
دیر په سختۍ سره مرم
-مزار شریف 1389