مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

عاشق الله رحیمزوی


نن مې زړه یو څه آرام ؤ خو ځیګر کې مې اور بل ؤ
په کابل کې هر څه سم خو پیښور کې مې اور بل ؤ
په شمال کې پسرلی ؤ هرې خوا میلې میلې وې
خو مشرق کې جوړ ماتم ؤ په سپین غر کې مې اور بل ؤ
چې به هر مازدیګر ډک ؤ په پیغلوټو
نن خوره پرې چوپتیا وه په ګودر کې مې اور بل ؤ
ډک جامونه ؤ د میو د رندانو شور ماشور ؤ
زه له تندې شوم سرسامه په کوثر کې مې اور بل ؤ
ماښامی بس اوس ماښام وي مازدیګر خو مې ونه لید
نه روژه کې دي څه پاتې په اختر کې مې اور بل ؤ
څوک غلط شو په محفل کې د جانان نوم یې را یاد کړو
په والله چې آن د زړه پدغه سر کې مې اور بل ؤ
دا شعر نه ؤ بس ملګرو د "عاشق" د زړه نعره وه
نن عجیبه شانتې ورځ وه په هنر کې مې اور بل ؤ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery