زړګیه بیا دې شور وشر ته راغلم
له دنیا ستړی دې بستر ته راغلم
څه پوښتې زما څه ددنیا حقیقت
بس لکه درد ناسور پرهر ته راغلم
نارک لباس کې مې چې ولیدلې
دنازک خیال غزل هنر ته راغلم
لکه اوبه مې پل کړو غر اوسمه
بیرته دخپل یاس سمندر ته راغلم
دپله په زور دې تلمه پریوتم اوس
لکه غبار خپل مقدر ته راغلم
ګڼلم سپک یې دښکلا موجونو
لکه خځلې يې چې سر ته راغلم
کړې بدرګه به اناا لحق راسره
نن دې دحسن که سقر ته راغلم
دچا دپیغلو خاطرو په خاطر
(حسنه) بیا دخیال محشر ته راغلم