دزړه درده رانږدې لکه جانان يې
دزړه څړيکه يې پرما له ځانه ګران يې
مخفف به درته زه د نوم بدل کړم
اول خان وې چې بياځوان شولې او جان يې
تغيرات لکه موسم په تاکې راشي
ته خو بوټى نه يې غر نه يې انسان يې
ماخو خپل سر په ورغوي کې نيولى
ته مې بيا هم په دې مينه بدګومان يې
يه خدايه ! تلاش بنده دې وبخښه
ته خپله بخښونکې يې سبحان يې
جلال اباد ښار