نه کيږي جــــــــــــانانه خامخـــــــا سترګي دراوړي
مه راځــــــــــه په مخــــــه چي زما سترګي دراوړي
مـــــه توروه نوري دغـــــــــــه توري بلا سترګي دي
اخربه لـــــــــــــــــه نظــــــره شې بلا سترګي دراوړي
هره يوه خبرچي درقيب دلـــــه پـــه خـــــــــــوله کړې
خودبه ډک محفل کي پـــــــه ژړا سترګي دراوړي
ګل اودشبنم غــــــوندي رشته ده موده ترمنځ ګلې
دا ځکـــه خوپه تلوتلو کي په شاسترګي دراوړي
مړه شې دسروشــــــــــــونډوسره مــه راوځه ښارته
ای کابلۍ پېغــــــــلې د هرچــــــــا سترګي دراوړي
جــــــانانه په ګوګل کي مي دزړکی شي په ټوپونو
کوم وخت چي دغماز دا بې حيـاسترګي دراوړي
ته چي لويه لارکي له هغې نه خـــــــــولګۍ غواړې
څــــــــه کوې ګــــــــــــــــــوهره ددنيا سترګي دراوړي