مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غز ل

طایرځلاند


ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه
داخو ژوندون دی په خندا یې تیروه  ګلابه

چې په کتاب کې ستا دلاس وچ شوی ګل وګورم
نو ګل مې هیرشي ته مې زړه کې شې تازه ګلابه

هغه موسم سره بدلیږي نه هم هغسې ده
تشبیه اوس څنګه کړمه تاسره هغه ګلابه

دیاد رڼادې له لمرونو نه بیزاره کړم
را دې کړه لاس کې راته دارنګه ډیوه ګلابه

تاخو په څوکو دازغیو تیرې کړي شېبې
ولې شې مړاوی، راته وایه، په غرمه ګلابه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery