چـور ناتار دی هـره خوا په پښتنو
هم بـمـبار دی هـره خوا په پښتنو
د دولت په مرسته ځمکې ورنه نیسي
همـدا کار دی هـره خوا په پښتنو
چنګیزیان یې دکوچیانو په نوم وژني
دا روزګار دی هـره خوا په پښتنو
له ټــانکونو او توپونو اور بادېږي
درزهــــار دی هـره خوا په پښتنو
هم کېږدۍ یې سوځوي هم ورته ژاړي
جوړکوکار دی هره خوا په پښتنو
هـــزاره کوي مارې هم کوکارې
سم ښــامار دی هره خوا په پښتنو
د پوښتنې یې دونیا کې بل څوک نشته
رب غــفار دی هـره خوا په پښتنو
عیش د نورو ستا په برخه هلمندیه!
انـــــــتظار دی هره خوا په پښتنو