مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آه

شرین یار یوسفری


نه مو خود شته نه اختیار           نه مو زیست شته نه روزګار
نه ثانی د فرید خان شته          چې تسلیم که هندو بار
نه میرویس په بیرته راغی         که ګورګین په ګور د و چار
نه پیدا بل احمد شاه دی         چې مر هټ شي بیرته خوار
وران دوتر د شیخ ملي دی       ورک احمد ملک سالار
نه مهم د یوسفزو شته          چې مغل وکاندي ډار
سوړ تحریک د پیر روښان دی   د خپلواک غلی په څار
دریا خان او ایمل خاورې        د ملت خونه  تار  تار
نه په رنګ دفتح خان څوک     چې پرې ناز وکا پنجتار
بند ټپه د ملالۍ ده             په یرغل نه دی ناتار
کوم دی زړه دملتاني اوس    په قرنګ نشي ایسار
نه مو ګوتو کې قلم شته      نه په لاسو کې تلوار
دایرې د استقبال ته            مونږه نه لرو پر کار
نه په زرو باندې شته یو      نه په زور باندې نامدار
په جامه مو څه کار نشته   خو میین یو په دستار
د پټکي تړل مو نه ذده       نوم به غواړو د سردار
نه په خپله څه کوی شو     نه څوک بل پریږدو اوزګار
د ملت په کار ناپوه           د ځان سود لره اوښیار
په یوه ټکه خرڅیږو           زموږ دغه دی بازار
ډېر ستمن دلته یادیږي      نمک خوار د استعمار
په رنګ رنګ لره جامه کې  دلال راشي د بادار
څومره لوبې په موږ وکړې   هرې پيښې په بار بار
هر خاطر به وي لا جمع    څو چې نشو ټول همکار

               خدای دې وکه شیرین یاره
              چه پښتون  راشي  بیا  وار

ګرانو ورنو محترم شرین یار یوسفزی په پښتو مین په پښتو دردمن شاعر چې اوس د هري پور په سنټرل جیل بندي دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery