دخپریدو نیټه : 2010-08-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
ساجد بهار
غوښه او چاړه يمه
عشق دې پښتانه يمه
سوی په بارودو يم
ستا د دښت لاله يمه
مورې راته مه ژاړه
اوس خو بيخي ښه يمه
چوپ شه څوک راويښ نه کړې
مه ويريږه زه يمه
ستا په سر چې ورک ومه
اوکنه هغه يمه
ستړی له وجود يمه
ګوښی لکه زړه يمه
ښکل دې چې پرمخ نه کړم
بيابه بهار نه يمه
خوست