زه به دتاغم ته مې ارمان په غیږکې ونیسه
زه به دا میلمه ته دا میزبان په غیږکې ونیسه
وګوره دخپل حسن له هسکه زمادعشق وسعت
والوزه څپې زمادرومان په غیږکې ونیسه
تاولکه ساحل کړه ترې اشنادمحبت لیچې
زمادطغیاني ژوندون توپان په غیږکې ونیسه
جوړ به يې له څاڅکونه سرکشه سیلابونه شي
اوښکې دې جانانه دګریوان په غیږکې ونیسه
ګورم تور قسمت مې په رڼاکې ستا دسپین تندي
لږ مې دې هندارې ته حیران په غیږکې ونیسه
پریږده په بڼو يې چې پریشان خیالونه وڅنډم
ماپریشانو څڼوته پریشان په غیږکې ونیسه
دوی که درشړي (حسنه) تاته دګنا کاڼې
ته يې ټول دمینې دایمان په غیږکې ونیسه