مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-18   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ارزګان : نوماندان ټاکنيز کمپاين نه سي کولاى

احمد لودين

دارزګان ولايت څخه ولسى جرګى ته نوماندا ن شكايت كوى چى د امنيتى ستونځو له كبله دوى نشى كولاى خپل تبليغاتى كمپاينونه پرمخ بوزى .


ددي ولايت څخه ولسي جرګي ته دوه تنه نوماندان  عبيدالله بارکزى  او قدرت الله رحيمي وايې چې ددي ولايت په چنارتو، ګيزاب، خاص ارزګان او چارچينو ولسواليو کې خپل کمپاين ځکه نه سي کولاى چې د ځمکي له لاري نوموړو ولسواليو ته  د امنتي ستونزو له کبله  تلل ناشونى دى او له بلي خوا دومره امکانات په واک کې نه لري چي د الوتكو په واسطه دغه سيمو ته ولاړ شى او خپل پلويان زيات کړي .


دوي وايي تر دي دمه پوري د ارزګان امنتي چارواکي په دي نه دي توانيدلي چي د يادو ولسواليو تر څنګ په مرکز ترينکوټ او ځينو نورو سيمو کي امنيت ډاډمن کړي څو نوماندان خپل کمپاينونه پر مخ بوزي .


له بلي خوا ددي ولايت د امنيي قومندانۍ سرپرست ګلاب خان وايې چې ددي ولايت په ټولو ولسواليو او مرکزي سيمو کې کانديدان کولاى سې چې خپل کمپاين تر سره کړي.دده د څرګندونو له مخي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره يې په ولسواليو او مرکز کې امنيتي پوستي ځاى پر ځاى کړي دي. او دا زمينه يي برابره کړي ده چي د اولسي جرګي نوماندان خپل کمپاينونه په ډاډه زړه پر مخ بوزي .
دى وايي خو بيا څه ناڅه امنتي ستونزي نو دوى به کوښښ وکړي چي امنتي چاري نوري هم سمي کړي .

په همدي حال کې ددي ولايت يو شمېر اوسيدونکي په ځانګړى ډول د ګيزاب ولسوالۍ اوسيدونكى وايي چى ددى ولسوالۍ يوه اوسيدونكى هم د رايي وركوونى كارتونه ندى تر لاسه كړى او له دولت او نورو اړوندو چارواكو غواړى تر څو په دى برخه كى ورسره مرسته وكړى.
په دي اړه په اروزګان کې دټاکنو د خپلواک کميسون چارواکو له هرډول خبرو څخه په کلکه ډډه وکړه.
ديادوني وړده چې له اروزګان ولايت څخه  نولس تنو ولسي جرګي ته څلورو ښځينه او پنځلس تنو نارينه وو ځانونه نومولي دي چې له مخي به  يې يوه ښځينه او دوه تنه نارينه ا ولسي جرګي ته ځي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery