ویجاړ دی کړل کورونه او خوبونه نیمخوا
داڅرنګ بارانه ته ظالم شولی په ما
بارانه تاته وایی درحمت باران په هسی
زما په خټین کور خو بس بلا شولی بلا
تا یوړل رانه مور رانه بابا په غیږ کی ولی
زه پوه نه یم چی ولی تا په غم کړمه مبتلا
ما نه غوښتله هیڅ پرته دمورله ګرمی غیږ نه
یواځی به اوس ګړزمه بی موره بی ابا
بارانه زه ترڅو چی یم ژوندی تا به هیر نه کړم
تا یوړله له مانه هر څه ټول واړه په غلا
منم چی په راپه برخه دی تیاری د نصیب هسی
تا مړی کړلی ډیوی دارمانونو نن زما
بارانه ته سیلاب شوی زما کور دی رانه یووړ
اوس ګرځمه کوڅو کی د بابا په واویلا
بارانه زه به کله هیره ومه ستا غړمباری
له کوکو نه یم ستړی په دردونو واویلا
بارانه ته رقیب زما دځوانو هیلو ستورو
په خدای چی مرور یمه له تانه په ښیرا
دغه شعر می دهغه ماشوم لخوا لیکلی چی دتیری اونی په سیلابونو کی خپل مور او پلار له لاسه ورکړی دی، نو هغه ماشوم په کوم دیوال لیکلی وو چی ای بارانه زه به هیڅکله تاسو ونه بښم ، حتی که زما پښي هم ښکل کړی تا له مانه زما ادی او اباجان غلا کړل...................