افغانستانه تاکي د لانجو او بحرانو افسانې ښکاري بيا
چا د مېلو چړچې وکړې او د چا دنګې ماڼۍ ښکاري بيا
د خپلواکۍ بيړۍ ډوبه تار په تار ده همګاني نه شوه کله
دوطن غېږ کې د اتلانو سترګې سرې ښکاري بيا
د وخت ګوډا ګيان ليوني شوي ، ړانه په ستر ګو
سپينه رڼا کې د تورتم تورې تيارې ښکاري بيا
چا د هيواد په کونډو رنډو کلکه ننګه ونه کړه هيڅکله
د ننګ او غيرت وخت کې د غيرت ولولې مړې ښکاري بيا
د مينې احساس مې تالا کيږي، ژبې ګونګې دي هر چيري
د زړه په سوز کې مې د بحران خړې څپې ښکاري بيا
راشه ېاره! د خپل فر هنګ او کلتور د رناوي وکړه په کلکه
ستا نڅاوې ګډا،د هيواد په نوم ډيرې بې پردې ښکاري بيا!