دخپریدو نیټه : 2010-08-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نصیبه
محمدسرور وکیلي
له اسمان اوزمانې یمه په تنګ
خدایه ما کړه ته له دې بلا په څنګ
دا شین اسمان غښتلی ترهرچا
ما بڅری به کړي لاندي په یو درنګ
مهال تېریږي نه دریږي چاته
زړه وي ښکلي ګلان بیا رنګارنګ
دې اسمان نتلي ډېرکسان دي
چي زې نه راځم په وار او په شمېرنګ
ولي به زه یم له اسمانه ګیله من
خپل نصیب راته جوړ کړی دغه رنګ
هر یو دي کړي ګیله له خپل نصیبه
چاته داسي چاته هسي ورکړي رنګ
دا رنګونه رنګارنګ په دې نړۍ
ښه خوند ئي دی دښکلو په کتنګ