څپی داحساساتو په موجو راغلی دی
دمینی ارزوګانی په ټوپو راغلی دی
خیالونه راسره دی چی تنها نه ګڼم ځان
ګلان ددلجمۍ په ټوکیدو راغلی دی
هستی اومستی واړه راسره ده ځکه وایم
کوډلی دغربت په نړیدو راغلی دی
آرامه زندګی ده که سړی اوسی قانع
کوتری دیووالی په وروور راغلی دی
ژوندیه ارمان مکړی ئی ملګری دکاروان
لتا سره هم ورځی دمیلو راغلی دی