مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ګرانې!

بختیار تلاش

خو ستادا خبر زغملی نه شم
چې مې د زړه په دروازه باندې
د بل چا نوم دبل یادګار لیکلی
بې له تا بل ته زړه کې ځای نلرم
بې له تا ژوند راته مانا نلري
بې له تا ژوند ته هر کلی نه وایم
ګوره ګرانې !
مطلب مې  ستا مینه ده
ستا خپلول زما دژوند هدف دی
ګوره!
که کله زما له لاسه تاته چېرته
فقط وېښته قدرې ضرر ورسي
نو
زه دې په ژوند چېرې اباد نه شم
زه دې په ژوند کې چېرې ښاد نه شم
زه دې په خپلو وینو رنګ رنګ شم
خو
دا چې ستا زړه له وخته څه غواړي
زه خو بزرګ نه یم ښکاره یې وایه
ستا خاموشۍ نه دا جوته شوله
چې دې په نیمه لار کې پرېښودمه
ته بې وفا یې ته بانې غواړې
د بېلېدو هسې پلمې غواړې
بل دې پیدا شو زه دې هېر کړم
اوس دې په زهرو کې راګېر کړم
د زړه پر تخت مې داسې لیکمه چې
نه مې  په ژوند چاسره مینه کړې
نه به په ژوند چاسره مینه وکړم 

  صفا راډیو ۱۳۸۹-۵-۲۷

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery