دخپریدو نیټه : 2010-08-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
باراني موسم
ګل رحمن رحماني
وریځې بیاپه اسمان وګرځېدې
اوزمادمامادزوی
واده ته یوڅوشپې پاتې دي
زړه مې خفه دی
رانه پاتې نه شي
ددې واده دشپې په نیمه کې خوږې سندرې
ماله مودونه انتظارایستلی
دغنم لومې هم وختي خلاص کړی
باغ اوفصلونه به په دې نوبت کې
داسې اوبه کړم
چې ژرتږي نه شي
بیاهم ویرېږم
له بارانه خدایه !
هسې نه ونه ووري
زه خوهمدایوجوړجامې لرمه
که دکوڅوخټوچکړوکې خېرنې شولې
بیابه واده کې چېرته غلی ناست وم
خلک به وايي له ماماخفه دی
۱۳۸۹-۵-۲۸
جلال اباد