مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-21   مخپرونکئ : زرغون میاخیل

غزل

انعام الله ګوهر


 

یاره تېر په هېر کړه راپخـــــــــــــــــــــلا شه بیــــــــــــــــــا

وګوره په نــــــــــــــــــــازاو په خندا شه بیــــــــــــــــــــــــــا

بس ومي ویل بیــــــــــــــا بـــــــــــــــــــــه داسي نه کیږی

لاس د ميني راکړه بیا،زمـــــــــــــــــــــــا شه بیــــــــــــــا

یووار خو مي زړه ته درنژدې کـــــــــــــــــــــــــړه تـــــــــــه

خیر دی جانانه بې وفــــــــــــــــــــا شه بیــــــــــــــــــــــــــا

غېږه راکړه،غېږه راکــــــــــــــــــړه مرم درنــــــــــــــــــــــه

هـــــــــــــــــــــــــــــــله د دردونـــــــــــــــو مي دوا شه بیا 

  څوبــــــــــــــــــــــــــــــــــه دفراق پــــــــه اور کي سوځمه

چېرته خو را پېښه په دې خوا شـــــــــــــــه بیــــــــــــــــا

لږ خو تـــــــــــــــه هم خپل ګــــــــریوان کي سوچ اوکړه

زه به درتــــــــــــه څووایم چي دا شه بیـــــــــــــــــــــــــــــا

دلتــــــــــــــــــه د حق ژبي تـــــــــــــــــــــــــــــړل شوې دي

حق لیــــــــکه ګوهره او ګویــــــــــــــــــــــــا شه بیــــــــــا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery