څوک په کمال څوک په جمال کړي سمندرپه لمن
ځیني دغرو کاڼي سینګارکړي دهنر په لمن
لکه هیلۍ چاته دریاب وي تر ښنګري پورې
څوک يي په یوه څاڅکي کی ډوب شي دګوهرپه لمن
زه د تهمت زنځیر په غاړه ملا ملته ګرځم
راته په برخه مات کودي شول دګودر په لمن
دلته مین زړونه رټي څوک پرې باور نه کوي
دلته تورتم داغونه ږدي دسپین سهر په لمن
یو ځل خو وګوره په هغه مینه ناکو سترګو
که می نظرستا په نظر شي دنظر په لمن
زه دی دمخ په ډیوه وسوم ته راویښ نه شولې
توپان دهجر درنه یوړم دخنجر په لمن
اوس می ایرې راټولوه چی ټیټي باد نه شي
اوس دې تصویروړي خدمتګارسوي ځیګرپه لمن
مزدورزوی