ورته اخیر به خپل ټبرپاتي وي
نه به انګریز نه به ډالرپاتي وي
لږ خوکړئ بندي دا خونکاري ډزې
چاته به مړی په ټغر پاتي وي
څوک به نن شپه هم په نڅاولمانځي
څوک په ویده لوڅ په ډکرپاتي وي
پردي که ځي مونږ ته به شوراپریږدي
که پاتي کیږي بیا به شرپاتي وي
چې ترې لوټلی يې تقدیر وي دلته
نوڅه حساب به يې دمحشرپاتي وي
تا چې نن دوه ډوله ډوډۍ وخوړه
نن به یو څوک ځکه نهرپاتي وي
خپل قوم به لوټ کړي بیا به کډه وکړي
وطن به بیا خاوري په سرپاتي وي
داختر میا شتې ورته صبر وکړه
په بل دیار به مسافرپاتي وي
اخیر به ویلي اوسپنیز زړونه کړي
که د(حسن) شعرکې اثرپاتي وي