مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

وصال نوري


 داچی زما ژوند کې ارما نونه بی  قراره شوه
ځکه چی جانان ته زمامینه اوس بیکاره شوه

ګرځمه حیران یم چی زړګی می چاته اوسپړم
ځکه چی دلبر مې بیا رقیب ته نن لیواله شوه

خدایه چی نصیب که مې غمونه نور نو څومره دي
دالکه چی پیل دی ، چی ژوندون مې بې د یاره شوه

ستا په عشق کی زه له دین ، ا ودنیا پا تې یم 
ښکاري! چی د ژوندون  کډه می باره شوه

معلومیږی چی اخرت کی می نصیب دا ستاوصال دی
نوځکه مې ناهیلې زړه له سره خد متګاره شوه

احمدشاه بابامینه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery