مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لاسپوڅئ

ابولفضل

څه چي کړې واړه دپاره داغيار کړې
 بې ننګۍ داسي ذليل اوشرمسارکړې

(۱ )هغه دام  چي زمادپاره رقيب کړ
 په هغه  ئې ته پخپله ګرفتارکړې

(۲) جن اوانس واړه لعنت درباندي وايي
 خداۍ دهسی لعتنوسزاوارکړې

(۳) نه دځان سوې نه ديار نه داغيار سوې
نالایقه هنرداسی خواراوزارکړې

 (۴)تاته هم وايم له ياره سره ياره
 ډېرکارونه دبقریادحمارکړې

(۵)هسي يار پلمه کوې مطلب دي بل دۍ
په حلقه داذکرينوکښي قمارکړې

(۶)زه دي هرڅه په دقيق نظرڅارمه
هم مارګیر يې هم خويونه دښامارکړې

(۷)مرکبه جاهلی ده ابوالفضله
ګمان نه کوم  چي يود ې هم پرلارکړې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery