دخپریدو نیټه : 2010-08-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
فضل الله رشتين
چې په لار د محبت كښې څوك برباد شي
هغه سر تازه شادا ب شي او آباد شي
ددنيا په رنګينو كښې چې څوك بند شي
راته وايه هغه به څنګه ترې آزاد شي
چې يې كړی وي لوست د مينې دبستان كښې
د ټولې زمانې بيا هغه استاد شي
د مينې لار كښې چې تير له مال او سر شي
د مينې مملكت كښې هغه شهزاد شي
د زړه غم چې چا حاصل كړلو يو ځلې
ګډه وكړي ترې ښادي او دى ناښاد شي
د زړه آه به يې تر عرشه ورسيږي
د غم شپه كښې چې مجبورڅوك په فرياد شي
د غم ساز سره رشتين ووې دا غزل
دخوبانو په محفل كښې كه دى ياد شي