سپک راته مه ګوره په شرنګ که ټپې غوندې يم
خو طبيعت کې خاموشي لرم دشپې غوندې يم
له ما مخ مه اړوه عمر به پيښمانه ګرځې
نن د حساس وخت د حساسې مرحلې غوندې يم
چې يادوم دې به کږو کيسو دې قهر راځي
په روماني حالت کې هم د حماسې غوندې يم
که مجبوري مې بولې هم که بغاوت يې ګڼې
غيږ ته دې ځان درغورځومه د نيشې غوندې يم