دخپریدو نیټه : 2010-09-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
خوب
نبیله وفا
هره شپه خوب وینمه
چې يو ښائسته منظر دے
عینې جنت غوندې
هرخوا ګلونه د هوا په تبه رقص کوي
زه د جنت په دې ښاسته منظر کې ټال اچوؤم
خو ستا راتګ هم ډير نزدې وې ته په لاره کښې ېې
زه چې تا ووینم د هغه ښاستونو په لار
نو زما زړه وخاندي
او ستا په شوندو غزیدونکې مسکا
ماته سلام وکړي د زړه د تله سلام
خو ناڅاپي يو تور دیوال زمونږ تر منځه راشي
چې د ښاست مملکتونه په تیارو بدل کړي
او بس تیاره پاتې شي