نن می په سرکی بیا خمار خوځی
زاړه یاران او زوړ رویبار خوځي
بیا می رایادی شوی خاورینی کوڅی
هره کوڅه کی می دلدارخوځی
هلته چی مونږه سره لوبی کړلی
هلته چی موږ سره واړه یاران ؤ
هلته چی مونږ د ژوند قدم اخیستی
هغه وخت موږ سره خواږه یاران ؤ
زما خو رایاد یی ستا په یاد یم کنه
مسافر یار به درته یاد وی کنه
ماښام چی ښکلی د یورپ ووینم
راته رایادی ستا وعدی شی اشنا
د ماشومتوب نه ترځوانی پوری
راته رایادی خاطری شی اشنا
ستا توری سترګی می وسترګو لره
مخامخ ودریږی شنی شی اشنا
او ماته وایی درواغجنه مینه
د ماشومتوب وعدی دی چیرته لاړی
تا خوویل تر ټولو ښکلی یی ته
په ټوله ژوند هیرولی نه شم
نو بیا اوس څنګه د یورپ پارکو کی
زه دی یم هیره او ته مینه کوی
بس په همدی کی ترینه وخوځیږ م
زما قسم دی چی په تا نازیږم
په ښار کی اوسم خو صحرا لټوم
په تا قسم خورم هرځای تا لټوم