دخپریدو نیټه : 2010-09-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زړګی یه!
محمد سرور وکیلي
سر به خپل دننه په کوګل کي کړم
د زړګي سره خبري په سنبل کي کړم
بیا چي مي هالونه ځني و پوښتل
مېلمه به مي جانان دزړه په تل کي کړم
ځان به مي ارام اوښه بې غمه کړم
سمدلاسه اندېښنه به مي په ګل کي کړم
ځان به بېله وم له دې رقیبه نه
پټ به مي لېمه بیا په اوربل کي کړم
دا اختر به دښادۍ او ولولو سي
که ځان موړ د یار په ښه کتل کي کړم