دخپریدو نیټه : 2010-09-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ژوندون څــــه دي؟
عبدالروف الهام
\
د هیلو ساحل پر غـــاړه
د څپو چي ده پری لاره
یوه جونګړه جوړول دي
تش خپل ځان مصروفول دی
فــقط فکر بدلول دی
یا خاطر غلطول دی
یا د مرګ له حقیقته
دا دوه سترګی پټول دي
ښه پوهیږي دا څــــــــپی
وړی ژوندون رانه ځینی
بیا هم هیله د ژوندون
دا د منډي او لـــــټون
د آزمیښت او د آزمون
پایښت او د ســـــکون
پدی تمه پدې هــــــیله
روڼ سحر شي دا شبخون
یو د بل پسې پیدا شــــــي
څه پوره څه نیمه خوا شي
په درنښت