اختره جلوه ګر شوې په معنا دی نه پوهیږم
غمونو سره راغلې په خندا دي نه پوهیږم
ژړا مي ده په برخه ,دا مي برخه ازلي ده
دا ته ولي ژړیزې په ژړا دي نه پوهیږم
چي درومې تا سره وي خوشحالي او خنداګاني
دموږ په لور چي راشې په غوغا دي نه پوهیږم
دا زما سترګي کمزوري شوې که ته ويران ويجاړ شوې؟
خړپړ راته ښکارېږې په ښکلا دي نه پوهیږم
اختره مرړره کله موږ په لور هم راشه
په څه به راپخلاشې په رضا دي نه پوهیږم
ما غيږ درته نيولي وه چي ته به مي علاج کړې
زخمونه دي ناسور کړل په شفا دي نه پوهیزم
دا ته خو داسي نه وې چاضروريی لمسولی
څوک دومره ظلم نه کړي په مدعا دي نه پوهیزم
خروټی سيدشاه به ننواتي درولمه
ګناه کړه ور په ګوته په سزا دي نه پوهیږم