اې خالقه ستاکمزوري بندګــــــــــــــان يو
حال مووينې دانړۍ کـې مـظلومــــــان يو
ته رازق يې،ته صمــد يې،ته احــد يـــــې
پرمــونږرحم کـــړه مــــالکه،ډېرپريشان يو
څـــوبه ژوندکړوپه نفاق او په شقاق کـې
لږهــوسا کــــــــړه راپه برخـه عـاجـزان يو
ژوندزمــــونږپه کــــــــــړاوونوکــې تيريږې
دامنو چـــې مــــونږ کــمزورې په ايمان يو
امـــان راکړه،مينه راکــــــړه اخلاص راکـړه
بدبه نه کـــــــړونورپه کړوخپل پښيمان يو
٦ ٩ ٢٠١٠
کونړ بريکوټ