اختره مه راځه روژه لادلته نه ده خلاصه
زمونږدغمو اوږده قصه لادلته نه ده خلاصه
دلته چی هره ورځ زمونږ خویندی په سروسترګو ژاړی
زمونږ دزلمیو فاتحه لادلته نه ده خلاصه
اختره دلته هره ورځ خلګ دکلی تښتی
کوچی له دښته کلیوالی بیا له خپل کلی تښتی
هره ورځ دلته دځوانی تنکی ګلونه رژی
خوار افغانان دی لوڅی پښی دخپل جونګړی تښتی
څوک چی دکلی مسافر وی نو اختر به یی څه وی
چی په پردویو دیرو سروی نو اختر به یی څه وی
چاته چی څوک په خپله غیږه کی ځای نه ورکوی
څوک چی دځانه مروروی نو اختر به یی څه وی
تقدیر لیکلی زمونږه ژوند دی د جنګونوسره
په سرواورو کی لوبیدل او دغمونو سره
مونږ دخوښیو بیګانه یو بیګانه اختره
قسمت زمونږه لوبیدل دی قدرتونوسره
اختره ځه له دغه کلی او بانډی نه تښته
تا ته به هیڅکله هیڅوک هم ښه راغلاست نه وایی
په منډه منډه او په تیښته له کوڅی نه وزه
تاته به څوک د تمیدو ست اوسلا نه کوی
مونږ دخوښیو بیګانه یو بیګانه اختره
له مونږه ورکه دخوښیو دروازه اختره
زموږ یاری اوس زمونږ دسر دلوبیدو سره ده
مونږلیونی یو مونږ مست مونږ دیوانه اختره
دلته دورځی سره جنګ دی په لمر ډزی کیږی
دلته دحق ژبه ګنګی ده یا په توپ پری کیږی
لږ فرصت راکړه ترڅو ځان کړو اماده اختر
نوزادی وایی لږ وروستته بیا راځه اختره