یو ځلي بیا راشه د زړه خونه رڼه کړه زما
ډکه له ستورو او سپوږمۍ نه راته شپه کړه زما
زه د ژوندون د توفانونو د څپو ځپلی
ساحل د مینې مې شه ، هیره دا څپه کړه زما
د خپل ښایست د پلوشو او ولولو په غیږ کې
محوه وجود کړه زما ، ورکه اندیښنه کړه زما
د هیلو بزم کې مې نشته ده د هیلو سرود
آواز دی پورته کړه او ګرمه ترانه کړه زما
جنت د وصل نه ، طعنه ورکړه فردوس ته خدای
حور او غلمان مې شه او غلې تلوسه کړه زما
د لیونتوب انګازې ښکاري چې ځنځیر ماتوی
مینه رسوا کړه ،د جنون جوړه پلمه کړه زما
ته به تر څو پوری هوسۍ او زه زمری واوسمه
خواته مې راشه ترییدلې ، لږ دمه کړه زما