مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زما اختر

معصوم پښتون

زما اختر
یادونه: څلور ورځي مخکي ځانمرګي برید په کندهار کي څو ولسي ځوانان ووژل، د هغوی کورنۍ او تر هغه مخکي په ارغنداب او ټول افغانستان کي بمبار سوو کورنیو ته!!
(پښتون)
 
اختره ستا راسره څه پاته دي؟
زموږ
      خندلو
        زورولو
که لیدلو ته دي نیت کړی دی؟!
...
زما د کلي ښایستې پیغلوټي
اوس له نکرزو څخه کرکه کوي
د ځوانيمرګ ورورکي
د وینو رنګ یې
اوس هم لاسوکي پاته
ګودړـ ګودړ کالي په غاړه
         سر ببري ګرځي..!

د ناوي لاس کي
          د زوم غاړه نیمه خوا پاته سوه
وریندار یې، نه سوه را واده
د پلار پر کور کونډه سوه
٭٭٭٭٭٭٭
اختره! سم لکه چي نه یې خبر؟
دلته جنګونه او اورونه سره دي
   د بم چاودنه کي
د زوی وجود له موره سي ورک
         پلار لیونی سي
د کوځو خاوري پر سر بادوي
زوی یې د سرو بارودو اور وخوري
لمبې یې کوروسوځي...
 دلته د داسي پلار
د زوی د مرګ
 پینځمه
ستا لومړۍ ورځ ده!
...
اختره! ښه لکه چي نه یې خبر؟!
پر هغه کلي بیا بمبار سوی دی
یو کم پنځوس کسان پرزو خوړلي
د بلا سا پر ټول کاله ختلې
د یوه کال
      یوه نجلۍ
پکښي ژوندۍ پاته ده
هغه له چا څخه اختر وغواړي؟
هغه د چا غیږي ته ځان وروړي ؟
٭٭٭٭٭٭٭
اختره ! نور به درته څه ووایم؟
دلته هر څه د جنګ بلا خوړلي
که بیا راتلې درسره سوله راوړه
دلته خو سوله ضروري ده ډيره
اوس دي راتلوته خلک نه دي خوشال
هرسړی سردی دا سندره وايي:

”خلک بیا وایي چي راغلی بیا اختر دی
داچي چا باندي اختر دی، خدای خبر دی؟“
-----------------
معصوم پښتون ـ کابل
masom.pashtoon@gmail.com
2010-09-09 پنجشنبه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery