دا شعر مې هغه هېواد والو ته ډالۍ دی چې په اوښکو اختر لمانځي
اختره هله ژر شه ټول ځوانان دي ستا په طمع
بازار د خوښۍ تود کړه ماشومان دي ستا په طمع
اختره اختري کې خوشحالۍ راته ډالۍ کړه
زخمي زړه زخمي لپې یتیمان دي ستا په طمع
د ګل په شان ماشوم مو خیالي هیلو مړاوی کړی
خوبونه يې رښتیا کړه دا ګلان دي ستا په طمع
د کونډو فریادونه د یتیم د سترګو اوښکې
یوالی درنه غواړي مظلومان دي ستا په طمع
اختره درته وایم په پاک رب دې ستا قسم وي
بري سره را درومه اتلان دي ستا په طمع
ستا لار څارو راتګ ته دې ولاړ لاس په نامه یو
چې سوله راته راوړې چې غازیان دي ستا په طمع
چې راشې او پخلا کړې مرور وروڼه ته بېرته
راتګ کې د تلوار کړه ټول یاران دي ستا په طمع
قلم مو د ناخوالو له لیکلو ستړی شوی
یو نوی خبر راوړه کاتبان دي ستا په طمع
راځې خو ته هر وخت مګر په بل ډول نن راشه
له ډېرو کلو وروسته افغانان دي ستا په طمع
یو نوی سهار پیل کړه او د مینې نیسم خور کړه
فضأ عاشقانه کړه شاعران دي ستا په طمع
تقوا مخاطب ته کړې مګر هیله ئې له بل ده
د غونډو ډګر جوړ کړه چې مشران دي ستا په طمع
۱۳۸۹/۶/۱۸