خدایه ج داسي اختر راکړې چي مو زړونه وي خرسنده
خدایه ج داسي اختر راکړې چي آزاد دي هر یو بنده
خدایه ج ورک کړې آفتونه چه پر موږ دي نازل سوی
خدایه ج داسي اختر راکړې چي خوښي وي د بلنده
خدایه ج څه ګناه مو کړې چي آسیر یو تر آبده؟
خدایه داسي اختر راکړي چي راووزو ژر له بنده
خدایه ستا نصحتونه تل خپاره په خپل حکمت کړې
خدایه داسي اختر راکړې چي تېر نسو ستا د پنده
خدایه داسي جشن جوړ کړې چي نه لوږه وي نه فقر
خدایه داسي اختر راکړې چي خواړه جوړ وي له قنده
خدایه رحم پرموږ وکړې ستا بنده رحیم زارۍ کړي
خدایه داسي اختر راکړې چي توبه وکړو څو چنده
( جمعې او اختر مبارکه ورځ