دخپریدو نیټه : 2010-09-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
چېرته ځې رانه
اټک يوسفزی
ښه په زړه را تم شه چېرته ځې رانه
درده بيا ملهم شه چېر ته ځې رانه
جل باندې زما تصور مه وهه
څاڅکی د شبنم شه چېر ته ځې رانه
خيال ته مې لږ نور رنګونه هم راوړه
پاتې لږ صنم شه چېرته ځې رانه
راشه چې بڼو باندې دې ښکل کړمه
سترګو کې مې نم شه چېرته ځې رانه
مرمه بې له تا اټکه ومنه
تږې يم زمزم شه چېرته ځې رانه